IQNA

په پاکستان کې د ټي ټي پي نور ۱۹ خوارج  هلاک شول

6:27 - January 08, 2025
د خبر لمبر: 3490433
ایکنا - د پاکستان دپوځ  ائي ایس پي آر په یوې خبرتیا کې  ووئیل چې  ددغه هیواد دامنیتی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي   نولس خوارج  هلاک شوي دي.

ایکنانیوز د دنیانیوز  له قوله راپور راکړی، د پاکستان د پوځ د ائي ایس پي آر  داعلامیې  له قوله راپور ورکړی،  دپاکستان  امنیتي پوځ  دمخکې  اطلاعاتو په  اساس د  خیبر  پختونخواه صوبې  پیښور ښار په شاوخوا، مومند او کرک  سیمو کې په درو جلاجلا عملیاتو کې د ټي ټي پی وګړو سره نښتي  او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده .

په دغه  راپور کې وئیل شوي دي ، په دغو عملیاتو کې  دامنیتي ځواک درې  ماموران هم وژل شوي دي

داپه د اسې حال کې دي چې د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې هم  تیره اونۍ  دهغه  څه په ضد ددغه هیواد وروستي عملیات چې  په افغانستان کې ئې  دټي ټي پي  خوارجو  پټنځایونه  بللي ،تائيد کړي او وئیلي ئې دي ، مونږ د افغانستان د حاکمیّت احترام کوو او  له دغه ګاونډي هیواد سره ډيپلوماسۍ او تعامل ته ژمن یوو.

ممتاز زهرا بلوچ په زغرده وئيلی دي، دپاکستان هوائي عملیات  د ترهه ګرو او ورانکارو د شتون به باب  ددقیقو اطلاعاتو او شواهدو  په  اساس ترسره شوي دي، داسې ډله  چې   دپاکستان په داخل کې  دعامو خلکو او امنیتي ځواک په ضد ئې په کرتو ورانکار عملیات او بمي چاودنې کړي دي.

https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/861064_1 

captcha